کور پاڼه » کرېکټ » د راشد خان لوبډلې په فاینل کې چینايي سوپر کینګ ته ۱۷۹ هدف وټاکه

د راشد خان لوبډلې په فاینل کې چینايي سوپر کینګ ته ۱۷۹ هدف وټاکه

افغان سکور: د هندوستان په سوپر لیګ آي پي ایل کې نن د سنرایزرز حیدراباد او چینايي سوپر کینګ تر منځ پای لوبه روانه ده چې د چینايي سوپر کینګ پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د راشد خان لوبډلې سن رایزرز حیدراباد په خپل وار د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۸ منډې جوړي کړې او مقابل لوري ته یې د ۱۷۹ منډو هدف وټاکه.

د سن رایزرز له لوري یوسف پټان ښه لوبه وکړه، نوموړي ۴۵ منډې جوړي کړې او د ۲۵ بالونو لوبه یې وکړه.

کپتان ولیمسن په ۳۶ بالونو ۴۷ منډې جوړي کړې، شیکر داون په ۲۵ بالونو ۲۶، او شکیب الحسن په ۱۵ بالونو ۲۳ منډې جوړي کړې.

سکور:

 

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*