کور پاڼه » کرېکټ » نړیوال کرېکټ » پاکستان په لارډز ټیسټ کې انګلینډ ته ماتې ورکړه

پاکستان په لارډز ټیسټ کې انګلینډ ته ماتې ورکړه

افغان سکور: د لارډز ټیسټ په دوهمه اننګز کې انګلینډ ۲۴۲ منډې جوړي کړې او ټول لوبغاړي وسوځېدل او پاکستان ته یې ۶۴ منډې هدف ورکړ چې پاکستان د یوه لوبغاړي په سوځېدو تر لاسه کړ.

نن چې کله د لارډز ټیسټ څلورمه ورځ پيل شوه نو د انګلینډ یوازي ۶ لوبغاړي سوځېدلي وه او ۲۳۵ منډي جوړي شوي وې، خو د پاکستان بالرانو یو په بل پسې د انګلینډ لوبغاړي وسوځول او هدف یې تر ۶۴ پوري محدود کړ.

ددې تر مخه انګلینډ په لومړي ځل بیټنګ کې ۱۸۴ منډې جوړي کړې، بیا پاکستان په خپل وار ۳۶۳ منډې جوړي کړې، او په دوهم ځل بیټنګ کې ۲۴۲ منډې جوړي کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
چې په دې توګه د انګلینډ د دواړو ځلونو بیټنګ مجموعي سکور ۴۲۶ شو. پاکستان چې له مخکې يې ۳۶۳ منډې جوړي کړې وې، یوازي ۶۴ منډې ورته پاتې شوې تر څو لوبه وګټي.

که څه هم د پاکستان ټولو لوبغاړو په بالنګ او بیټنګ دواړو کې ښه لوبه وکړه خو تر ټولو ځلیدلی لوبغاړی محمد عباس وو. نوموړي په لومړي اننګ او دوهم کې څلور څلور لوبغاړي وسوځول.

محمد عامر ۵، حسن علي ۴، شاداب خان ۲ او فهیم اشرف یو وکټ واخیست.

په لومړي اننګ کې د پاکستان بیټنګ کارډ:

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*