کور پاڼه » کرېکټ » لوبغاړي » راشد خان ارمان

راشد خان ارمان

افغان سکور: چې په راشد خان شنواری هم مشهور دی د افغانستان د کرکټ ځوان او با استعداده لوبغاړی دی.

د 1998 کار د سپټمبر په 20 مه په ننګرهار کې زيږيدلی دی.

نوموړی تر دې مهاله د افغانستان لپاره له 19 کلنو په کم عمره لوبډلې او د هيواد په ملي لوبډلې کې ډیر ښه ځليدلی دی.

له هېواده بهر يې د هند په سوداګريزو IPL سياليو کې د سن رايزز حيدر اباد له خوا لوبیږي، او د بنګله ديش په سوداګريزو BPL سياليو کې يې د کوملي وکټورين په ګټه لوبيدلی دی، چې نړۍ يې ګوته په غاښ کړې ده.

نوموړی په ښي لاس Legbreak googly توپ اچونه کوي او په لوبډله کې د بالر په توګه څای لری، که څه هم نوموړی په توپوهنه کې هم له چا وروسته نه دی.

راشد خان د ویسټ انډیز لوبډلې پر ضد په یوه لوبه کې ۷ وکټه هم اخیستي، په لاندي ویډیو کې کتلای شئ:

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*